دوستم: د اشرف غني او عبدالله د سياسي هوکړې اووه مياشتې تېرې شوې، خو زما د  دندې او دفتر پته نه لګږي 

روهي (دوه نۍ/۸ د مرغومي)، عبدالرشيد دوستم چې اوس مهال ورته د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شوې ده، د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د تېرې روژې مياشتې د سياسي هوکړې د پلي کېدو وايي. 

د دوستم وياند احسان نیرو د نوموړي له ادرسه رسنيو ته ويلي‌ دي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي واک د وېش له هوکړې اووه مياشتې تيريږي، خو تر اوسه زما دنده او کابل کې کاري دفتر نه دی مشخص شوی. 

د عبدالرشيد دوستم وياند دا هم ويلي‌ دي، چې نوموړي له حکومت غوښتنه کړې وه چې په شمالي ولايتونو کې د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې د پوځي عملياتو اجازه ورکړي، خو د حکومت له خوا ځواب نه دی روکړل شوی. 

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سياسي هوکړې پر بنسټ جنرال دوستم ته د مارشالۍ، رتبه نوموړي ته د ملي امنيت شورا غړېتوب او همدا ډول د دولت د عالي شورا غړېتوب منل شو‌ي دي.