د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ټاکنو په اړه د ولسمشر ډونالډ وروستیو څرګندونو هرکلی کړی 


روهي (دوه نۍ/ ۸ د مرغومي)، د متحده ایالاتو ولسمشر د هغو څرګندونو وروسته چې د افغانستان ټاکنې  یې د امریکا له وروستیو ټاکنو غوره بللې وې او د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي تر بل هر وخت د افغانستان تېرې ټاکنې  د مدیریتي  اړخه غوره وې.
 
د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ د ډونالډ ټرمپ څرګندونې تأییدوي او وايي، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې په غوره مدیریت ترسره شوې  او بشپړه روڼتیا یې وساتل شوه.

د نوموړي په خبره دا په افغانستان کې د تېرو ټولو ټاکنو په پرتله غوره او بریالی ټاکنې وې  چې رونټيا او ښه مدیریت ته پکې پوره پام شوی او بریالی ترسره شوې.

د دافغانستان د ټاکنو کمېسیون وروستۍ څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل هېواد کې د شویو ټاکنو د پایلو په اړه اعتراض لري، د شنبې په ورځ یې په خپله ټویټرپاڼه په افغانستان کې د يو پوځي له قواله لیکلي و چې  نوموړي ته یې  ویلې، "د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د ټاکنو په پرتله خوندي او غوره وې."

د یادونې  وړ د ه چې د لومړي مرستیال امرالله صالح ترڅنګ د ځينو نور افغان چارواکو په د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا لخوا هم د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی شوی.