روهي (دوه نۍ/ ۸ د مرغومي)، د ایران د سوداګرۍ برخې چارواکي وايي، چې په وروستیو کې یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ راغلی دی.
د چارواکو په خبره، چې افغانستان ته په ګڼو برخو کې صادرات لري او دا مهال یې د خپلو ټولو صادراتو کچه یې ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې په دې توګه په دې وروستیو کې افغانستان تر ټولو ښه سوداګریز شریک دی.
ایران وايي، هڅه کوي له دغه هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې نورې اسانتیاوې هم راولي او په ګاونډ کې له دې پروت هېواد سره خپله سوداګري لا پراخه کړي.
ایراني چارواکو دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې روانې دي او ددې احتمال شته چې ایراني پانګه وال په افغانستان کې پر کانونو او نورو مواردو پانګونې ته زړه ښه کړي.
وروستي