نوم یې نه اخلي خو اشاره یې صالح ته ده؛ د پاکستان بهرنيو چارو وزارت تازه غبرګون 

روهي (يوه نۍ/۷ د مرغومي)، د افغانستان د سولې بهير، افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت نن ورځ يوه خبرپاڼه نشر او د يو شمېر مسايلو په اړه یې لېکي دي. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دې خبرپانه کې ټېنګار شوی دی چې افغان جګړه پوځي حل نه لري او ښکلې خواوې اړې دي چې د خبرو له لارې سياسي حل ته سره ورسيږي. 

د خبرپاڼې بلې برخه کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله څرګندونو ته په اشارې لېکل شو‌ي دي چې افغانان او نړيواله ټولنه د سولې برخه کې د پاکستان د هڅو مننه کوي، خو مونږ د يو شمېر افغان حکومتي او ځينو غېر حکومتي کسانو د منفي څرګندونو په اړه اندېښمن يو. 

دغه خبرپاڼه کې د سولې بين الافغاني خبرو دويم پړاو کې د حکومت او طالبانو له مرکچي پلاوو د زغم هيله شوې، د تاوتريخوالی د کمښت او د اوربند د رامنځ ته کېدو لېکل شو‌ي دي.