تاجېکستان د خپلې خاورې زر کيلومتره مربع چين ته سپاري

د تاجېکستان حکومت پرېکړه وکړه ، چې چين ته د خپلې خاورې زر کيلومتره مربع وسپاري. دا هغه خاوره ده چې د چين او تاجېکستان تر منځ دعواګيره وه. د تاجېکستان د بهرنيو چاورو وزير چې چين ته د خاورې د ورسپارلو طرحه يې جوړه کړې ، وايي چې دا د تاجېکستان د دېپلوماسۍ لپاره يو لوی بری و. دی وايي، چې د چين او تاجېکستان تر منځ ارضي شخړه اصلا د روسيې او چين او بيا د شوروي اتحاد او چين تر منځ موجوده وه او تاجېکستان ته په ميراث پاتې وه. اصلا چين د تاجېکستان پر 28 زره کيلومتره مربع خاوره د مالکيت دعوا لري، چې دا د تاجېکستان د ټولې خاورې شل سلنه کيږي.
د تاجېکستان د اسلامي غورځنګ ګوندمشر پر دغې پرېکړې نيوکه کړې او هغه يې د تاجېکستان د اساسي قانون خلاف ګڼلې. دی وايي، چې د اساسي قانون له مخې د تاجېکستان پولې نه بدلېدونکې دي. د يادونې وړ ده چې تاجېکستان د افغانستان د خاورې پر يوې برخې هم خېټه اچولې ، چې دا ميراث هم له تزاري روسيې ورته پاتې دی.