د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله وايي، چې د سولې دویم پړاو خبرې به په قطر کې پېل شي

روهي (یوه نۍ/ ۷ د مرغومي)، ډاکټر عبدالله چې نن یې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ په دویمه غونډه کې خبرې کولې وویل چې  د خبرو دوهم پړاو به هم په قطر هېواد کې پېل شې نوموړي په دې  برخه کې د قطر د تیاری خبر ورکړی او له یاد هېواد ېې په دې خاطر مننه وکړه چې د کرونا وبا په دې سختو شرایطو کې یې د خبرو دوهم پړاو کوربه توب ته چمتوالی ښودلی.

د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، چې د یادې شورا مشر نن د افغانانو ترمنځ د خبرو د دوهم پړاو د ځای او وخت په اړه له ولسمشر غني سره هم کتلې دي.

عبدالله داسې مهال د افغانانو ترمنځ د خبرو د ځای په اړه وروستۍ څرګندونې کړې دي، چې له دې  وړاندې  د ځينو نور افغان چارواکو سربېره ولسمشر غني او د ملي  امنیت سلاکار حمدالله محب ویلې و چې د خبرو راتلونکی پړاو دې  په هېواد د ننه ترسره شي.

افغان چارواکو د خبرو د دوهم پړاو لپاره په کور د ننه طالبانو ته د هر ډول امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړی خو ډاکټر عبدالله وايي خبرې باید د ځای د انتخاب لپاره ونه ځنډول شي.