صالح: کابل کې کوم بهرني وګړي نه دي نېول شوي 

روهي (يوه نۍ/۷ د مرغومي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د هندي رسنيو د هغه راپورونو په غبرګون کې چې افغانستان کې د چين هېواد وګړي د ويجاړونکو کړنو او جاسوسۍ په تړاو نېول شوي دي، ويلي دي چې افغانستان کې کوم بهرني وګړي نه دي نېول شوي. 

امرالله صالح د کابل خير خانې سيمه کې د افغان ځواکونو د تېرې ورځې د عملياتو په اړه ويلي‌ دي، چې يادو عملياتو کې د بهرني هېواد کوم وګړي نه بلکې د نښلونکو ماينونو عاملين نېول شوي دي. 

صالح د مقناطيسي ماينونو چاودنې د طالبانو کار بللی او لېکلي یې دي، "مقناطیسي ماینونه او د ټولنې اسانه هدف کېدونکي وګړي، لکه خبریالان، مدني فعالان او کارپوهان د طالبانو کار دی، چې غواړي د ارزښتونو دفاع کې د خلکو اراده کمزروې کړي".

له دې وړاندې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي وو، چې د افغانستان ملي امنيت ځواکونو له خوا يوولس چينايي وګړي ‌نېول شوي دي.