مريم نواز: عمران خان يوازې يوه وړتيا لري هغه هم د بوټانو پلش (پاک) کول 

روهي (يوه نۍ/۷ د مرغومي)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور او د ملسيم ليګ نواز ګوند مرستيالې مريم نواز د پاکستان پر اوسني لومړي وزير عمران توندې نيوکې کړې دي. 

مريم نواز پر خپل توېټر لېکلي دي چې عمران خان د چاپلوسۍ، بوټانو د پالشۍ او تابعدارۍ کومه بله وړتيا نه لري او دا هغه چارې دي چې نواز شريف او مريم نواز ورته اړتيا نه لري. 

نوموړې د خپل پلار اړه ويلي دي چې اوس نواز شريف په واک کې نه دی، دی په يو بد وضعيت کې دی، د پاکستان خلک د هغې ارمان کوي ځکه چې د اوسني حکومت له بد وضعيت ستړي او ستومانه شو‌ي دي. 

مريم نواز ويلي دي چې پلار يانې نواز شريف به بېرته راستون شي او د‌پاکستان پرمختګونه به له هغه ځای پيل کړي چېرته چې درېدلي وو.