د پاکستان پوځي الوتکې د غورځید له امله د دوو پيلوټانو په ګډون ټولټال شپږ پوځیان وژل شوي دي

روهي (یوه نۍ/ ۷ د مرغومي)، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، چې یوه پوځي الوتکې یې په ګلګت بلتستان کې هغه مهال غورځیدلې چې د یو بل وژل شوې پوځي د مړی  یې د اسکردو روغتون ته انتقالولو.

پوځ پرون شنبه په یوه بیان کې ویلې، چې ددې پېښې په پایله کې یې د پوځ د ددو پيلوټانو په ګډون څلور پوځيان وژل شوې دي،د پوځ له لوري په خپره شوې بیان کې پېښه د الوتکې د تخنیکي ستونزو د رامنځته کیدو له کبله بللې ده.

د راپورونو له مخې په دې  وروستیو کې  د پاکستاني پوځ د الوتکو د غورځیدو پېښې ډېرې شوي دي چې روستۍ یې د ستمبر په ۱۵مه د پېینډۍ سیمه کې غورځیدلې وه او تر دې وړاندې د اپریل په ۱۳مه د پنجاب په ګجرات سیمه کې د الوتکې د غورځیدو په پېّ کې دواړه پیلوټان مړه شوي وؤ.