جرمني ځواکونه به د 2011 کال په پای کې په وتو پيل وکړي

پرون د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموريت د يوه کال لپاره اوږد کړ، خو دا ځل يې د 2011 کال پای د خپلوځواکونو د پيل نېټه وټاکله. د جرمني حکومت د کابينې په غونډه کې دا پرېکړه تصويب کړه چې د 2011 کال له پای څخه به جرمني ځواکونه په وتو پيل کوي ، خو دا چې تر کومې نېټې پورې به په بشپړه توګه وځي دا يې نه دي تصويب کړي. د کابينې پرېکړه به د جنوري په 28 نېټه پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي.