ډونالډ ټرمپ: د امریکا له وروستیو ټاکنو په افغانستان کې ټاکنې غوره وې

روهي (یوه نۍ/ ۷ د مرغومي)، د امریکا متحده ایلاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې لا هم په ټاکنو کې خپله ماتې نه مني تازه یې په افغانستان کې د یو پوځي له خولې له امریکا د افغانستان ټاکنې غوره او بې درغلیو بللې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د امریکا په وروستیو ټاکنو کې یې د خپل سیال جوبایډن لخوا ماتې خوړلې په ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي او تازه یې په افغانستان کې د یو پوځي له قواله په خپل ټوېټر لیکلي، چې نوموړي ورته ویلې له امریکا په افغانستان کې ټاکنې  غوره او ښې ترسره کیږي.

ټرمپ تازه په یو ټوېټ لیکلي چې "یوه ځوان پوځي چې په افغانستان کې کار کوي راته وویل چې د امریکا ۲۰۲۰ کال ټاکنو پرتله په افغانستان کې ټاکنې خوندي او ښې ترسره کېږي. "

د امریکا ولسمشر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې له پخوا یې د خپل سیال جوبایډن په وړاندې غبرګون نرم شوی خو لا هم په ټاکنو کې  درغلیو ادعا کوي  او ټاکنې  د درغلیو خالي  نه وې. نوموړی وايي، چې میلیونونه پوستي رایې 'فاسدې وې او وايي "زموږ ټاکنې لکه د وروسته پاتې هېوادونو وې. 

د ادعاوو څېړونکې محکمې د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې یادې ادعاوې بې بنسټه بللې دي.