امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي علي وزیر د نیونې او کریمه بلوچ د وژنې په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراض


روهي (یوه نۍ/ ۷ د مرغومي)، پرون د دیسمبر په ۲۶ د یوې د احتجاجي انلاین غونډې او لاریون په ترڅ کې په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پښتون ژغورنې  غورځنګ مخکښ غړي د راخلاصیدو او د بشري حقونو د فعالې کریمې بلوچ د مرګ د څیړنو غوښتنه وشوه.

غونډې ته چې د منظور پښتین په ګډون د پي ټي ایم نورو مشرانو او د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالانو ویناوې وکړې، چې پرمهال یې د بلوچ د وژنې په غبرګون کې له کاناډا حکومت د هغې د مرګ د علت مالومولو غوښتنه وکړه او له پاکستاني حکومت یې بند خونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو او غړو د خلاصون غږ وکړ.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر بلوڅ فعالانو هم ګډون درلود چې د کریمه بلوڅ په ګډون یې د نورو ورکو بلوڅانو لپاره غږ پورته کړ.

غونډې ته د پارلمان غړي او د پي ټي ‌اېم مخکښ محسن داوړ وویل، "مونږ د کریمه بلوڅ د مړینې په احتجاجونو کې هم برخه واخیسته او دلته چې کوم زمونږ ملګري نیول شوي د هغوی د خلاصولو لپاره هم د احتجاجونو لړۍ روانه ده".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وویل چې د بلوڅانو سره د روان ظلم په خلاف په هېواد د ننه او نړیواله کچه ولاړ دي. هغه ویل چې د بلوڅانو او پښتنو سره یو شان ظلم روان دی، ځکه چې وایي پښتانه او بلوڅان یو ځای اوسېږي او یو له بل سره تاریخي رشته لري. د پي ټي اېم د نیول شوو غړو په هکله پښتین وویل:"د علي وزیر نیول یا زمونږ د نورو ملګرو نیول چې په هغه کې نورالله ترین زمونږ د کراچۍ ښار مشر وو، بصیر خان، حسن خان، همداراز په بنو کې زمونږ ملګری حنیف پښتین او د ده ملګری فهیم یا زمونږ ملګری مولانا اعجاز چې لا ورک دی د دوی ټولو نیول یو لوی سوال دی. دغه کسان ملزمان نه دي، دوی مدعيان دي. دوی بې انصافي نه ده کړې بلکه د انصاف غوښتنه یې کړې. دوی‌ په چا جبر نه دی کړی بلکې د جبر د ختمولو د غوښتنې په بنیاد یې نيولي".

د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين وايي دا مهال په پاکستان کې په زرګونو بلوڅان او پښتانه بې درکه دي. دوی اکثره په خلکو ظلم او د ورکې تور د هېواد په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.