محقق: داسې ورځ نه وي چې کابل کې چاودنه نه کيږي؛ قانوني او دوستم: د کابل لپاره امنيتي طرحه ناکامه ده

روهي (نۍ/۶ د مرغومي)، د سولې خبرو په درشل کې افغان سياستوال د هېواد پر امنيتي او ځانګړي ډول د کابل ولايت په ترېنګلي امنيتي وضعيت نيوکې کوي. د تېر حکومت دغه پخوانۍ څېرې وايي چې د هېواد پلازمېنه کې هره ورځ چاودنې د بد امنيتي وضعيت ښوودنه کوي. 

د اجرائيه رياست پخوانی دويم مرستيال محمد محقق نن ورځ کابل کې د مصالحې عالي شورا په دويمه ناسته کې ويلي دي چې کابل هره ورځ د خونړيو چاودونو پر اساس د خبرو سر ټکی وی. محقق ويلي چې همدا نن سهار چې دی د ناستې پر خوا راروان وو، د کابل لوېدېځ کې چاودنې وشوې. 

د مصالحې شورا په نننۍ ناسته کې محمد يونس قانوني او د لېکل پيغام له لارې د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم هم د ترېنګلي امنيتي وضعيت په اړه ويلي ‌دي د کابل ولايت د امنيت اوسنۍ طرحه او پروګرام یې ناکام بللی دی. 

پر امنيتي ادارو هم نيوکې دا دي، چې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي او نه شي کولی چې مطرحو څېرو او عامو افغانانو ژوند خوندي کړي.