آیا د خرما په اضرارو پوهېږئ

آیا د خرما په اضرارو پوهېږئ
دا چې خرما ډېره یوه مفیده او ګټمنه میوه ده، نو ډېر لږ لېدل کېږي د خرما د زیانونو او جانبي عوارضو په هکله بحث وشي. لږ او ډېر د خرما د ګټو په هکله ټول پوهېږو نو راځئ چې د خرما د اضرارو په هکله پوه شو.
 
ـ کېدای شي د بطني یا د ګېډې ستونزو سره مخامخ شئ، خرما د فایبر درلودوونکي او فایبر بدن ته ډېره ګټه هم لري، خو کله چې د وچې خرما د ساتنې له پاره سلفات ورسره یو ځای کوي؛ د سلفاتو یو ځای کول د فایبرونو کچه د نارمل کچې څخه هم لوړوي، چې د فایبر د کچې ډېرېدل د ګېډې د ستونزو، تهوع ستونزو سره مخامخ کوي. 
 
- خرما د پوستکي د خارښت لامل ګرځي، خرما د پوستکي د خارښت او په مخ باندې د ځوانکیو دانو لامل ګرځي.
 

ـ د اسما  لامل کېږي، که څه هم په یقیني ډول د اسما لامل نه کېږي، خو ډېری وختونه خرما د الژي یا حساسیت لامل ګرځي او زیاتره هغه کسان چې په حساسیت اخته وي هغوی د اسما ستونزه هم لري.
 

ـ د خرما خوړل د وزن د اضافه کېدو لامل ګرځي، خرما د ۲،۸ کالري انرژي په لرلو سره د بدن له پاره ډېره انرژی برابروي، چې کېدای شي د وزن د اضافه والي لامل شي.
 

ـ خرما په وېنه د پوتاشیم کچه لوړوي، هایپر کالمي هغه حالات دي چې د پوتاشیم کچې لوړېدو په وینه کې کېږي. خرما هم د پوتاشیم په درلودلو سره، که چېرې ډېره وخوړل شي نو کېدای شي د هایپرکالمي لامل شي. د وېنې د پوتاشیم کچه نارمل توګه باندې ۳،۶ـ۵،۲ ملي ليتر دی، خو که چېرې د ۷ څخه ډېر شي، نو خطرناک اوسېدای شي او د درملو څخه باید ګټه واخېستل شي.