د ولسي جرګې غړی عظيم محسني: اجمل احمدي یې ستايلی؛ د ولسمشر دا کار ناقانونه دی 

روهي (نۍ/۶ د مرغومي)، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د افغانستان بانک چارسمبال رئيس اجمل احمدي تقديرولو د يو شمېر سياسيونو او پر ټولنيزو رسنيو غبرګونونه راپورته کړي دي. 

اجمل احمدي چې ولسي جرګې څخه یې د باور رايه تر لاسه نه کړه، په اړه یې ځيني وکيلان وايي چې دی له اصله د لبنان دی، په پښتو او دري ژبو خبرې نه شي کولی او د افغانستان بانک کې  له قانون پورته پرېکړې او چارې تر سره کوي. 

تازه ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ له نوموړي سره لېدنه کړې او د افغانستان بانک په چوکاټ کې یې د اجمل احمدي کړنې ستايلي او دی یې تقدير کړی دی. 

د ولسمشر دغه چارې د يو شمېر کسانو غبرګونونه راپورته کړي‌ دي او پر ولسمشر یې نيوکې کړې دي، چې داسې کړه وړه یې د قانون خلاف دي. 

د عظیم محسني په نوم د ولسي جرګې يو غړی وايي، چې د افغانستان بانک د رئيس په توګه د اجمل احمدي شتون له قانون سره په ټکر کې دی او بيا دا چې ولسمشر یې نازوي، د قانون خلاف عمل دی. 

له دې وړاندې د کابينې د دوه ښځينه وزيرانو په اړه د هېواد د لومړۍ ميرمنې څرګندونو د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه او غوسه راپورته کړې وه.