څرنګه پوه شو ماشوم ډاون سنډروم لري

څرنګه پوه شو ماشوم ډاون سنډروم لري
داون سندروم یوه جنتیکي د کروموزوم د  اختلال او بي نظمي په لامل یوه ناروغي ده، چې کېدای شي د کمښت او یا هم د د ډېروالي څخه منځ ته راشي. د داون سندروم لاملونه د مور  لږ سن، د مور ډېر سن تر ۳۵ پورې. هر څومره چې د مور سن د نارمل سن څخه ټېټ وي او یا هم د نارمل سن څخه لوړ وي، نو د ماشوم د ډول بي نظمي لامل ګرځي چې د هغوی له ډلې څخه یو  هم د کروموزومي بي نظمي له کبله داون سندروم دی. نارمل د مور سن چې د حمل له پاره حساب شوی  ۲۲ څخه  پورته دی، تر څو یو نارمل او سالم ماشوم ولري. دا چې کوم علایم دي تر څو مونږ پوه شو ماشوم د دوان سندروم په ناروغۍ اخته شوی دی، په لاندې شمېرو کې یې ولولئ.
 
 

ـ جسمي او بدني ځانګړتیاوي،  مخ پورته سترګي، د عنبیې پر مخ سپینې لکې، د عضلو لږ تن، لنډه ونه او لنډ اورمېږ، د پزې په لوړې حصې کې صافوالی، د لاس په مخ کې عمیق او ژور خطونه، د خولې څخه راوتلې ژبه، د پښو د بټې ګوتې او دوهمې ګوتې تر منځ ډېره فاصله، د لاس پنځمې ګوتې انحنا د لاس ننۍ خواته.
 
 
ـ  په وده کې ځنډون، د  داون سندروم ناروغان ذهني وړتیا د ضعیف څخه تر متوسط ذهني کچې پورې دي. کېدای شي دوی د خپل هم سنو ماشومانو څخه په ځنډ خبرو باندې پیل وکړي او یاهم کېدای شي دوی د خبرو کولو له پاره د تکلم صنفونو ته اړتیا پیدا کړي. په دوی کې د بدن حرکت هم ضعیف وي، چې په ۱۱ میاشتني کې په ځای کېني، ۱۷ میاشانۍ کې خپوړي کوي او په ۲۶ مه میاشت کې په لار ځي. ناروغ ماشوم کطدای شي چې په ذهني تمرکزکې هم ستونزه ولري، مګر دوی کولای شي ښوونځي ته لاړ شي او یو موثر شخصیت د ټولنې له پاره وي.
 
 
ـ صحي ستونزي، د صحت له پلوه ناروغ ماشومان له ستونزو سره مخامخ وی، چې ډېری په جنتیکي ډول د زړه په ناروغۍ باندې اخته وي. نورې ستونزې لکه، تنفسي، د اورېدلو ستونزې، الزایمر، د صرعې ناروغۍ، د  تروئېد بي نظمي او داسې نور...
 
 
مونږ  کولای شو د سندروم ناروغۍ د مور بطن کې هم تشخیص کړو، چې په راتلوونکي لېکنو کې ولولئ.