امرالله صالح: د طالبان فکر د ۱۹۹۶ په بریا راټول دی خو اوسنی افغانستان توپیر لري

روهي (نۍ/ ۶ د مرغومي)، د افغانستان د ولسمشرۍ مانۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو پرمهال ټول تمرکز د ۱۹۹۶ پر پوځي بریا کوي.

صالح چې نن یې د ځينو نور افغان چارواکو په شتون کې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په دویمه ناسته کې خبرې کولې وویل چې اوسنی افغانستان له هغې وخت سره توپېر لري، د نوموړي په خبره د تاوتریخوالي کمښت او اوربند به د خبرو پرمخ وړلو ته ښه زمینه برابره کړي او د افغان سولې پروسې کامیابۍ ته به مزل لنډ کړي.

نوموړي ددې ناستې پرمهال همدا راز زیاته کړه چې د سولې د روانو خبرو د وروستۍ پریکړې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ترڅنګ باید د ملګرو ملتونو اجراییوي ضمانت ترلاسه کولو باندې ټینګار کړی.