احمد ضياء مسعود: لنډمهاله حکومت دې جوړ شي

روهي (نۍ/۶ د مرغومي)، د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود نن ورځ کابل کې افغانستان ته د شوري ځواکونو د راتګ د ۴۱مې کيلزې په ناست غوڼده کې ويلي، چې د جمهوريت او امارت له بحث وړاندې دې، لومړی اوربند او ورپسې دې لنډمهاله حکومت رامنځ ته، چې وروسته به بيا ښکېلې خواوې په ارزښتونو خبرې کوي. 

احمد ضيا مسعود ويلي دي چې اسلامي جمعيت ګوند په دې ټېنګار کوي، چې اوربند، لنډمهاله حکومت او د اساسي قانون د تعديل لپاره دې لويه جرګه جوړه؛ چې په پايله کې به یې د ارزښتونو په اړه پرېکړې وشي. 

د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود د جمهوريت او يا امارت په اړه ويلي‌ دي چې هر کله د اساسي قانون د تعديل لويه جرګه جوړه شي، نو بيا به ولس د راتلونکي حکومت او د هغې د ډول په اړه خپله پرېکړه کوي. 

نوموړي د افغان امنيتي ځواکونو او طالب جنګياليو د ادغام په اړه هم ويلي دي، چې د برخليک په اړه به یې هغه وخت پرېکړه کيږي، هر کله چې د اساسي قانون بيا کتنې يا تعديل لويه جرګه جوړه شي. 

احمد ضياء مسعود خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې له سولې وروسته بايد ټول - ګډونه ولسمشريزې ټاکنې وشي چې طالبان به هم وکولی شي ورته نوماند شي، او که چېرې یې ټاکنې وګتلې بيا دوی کولی شي چې د حکومت د ډول او همدا ډول ارزښتونو په اړه پرېکړه وکړي. 

احمد ضياء مسعود افغانستان کې د شوريانو پر وړاندې د جهاد په اړه ويلي دي چې د حفيظ الله امين حکومت په زرګونه افغانان د څرخي پلُ په زندان کې اچول کېدل او د ځای د پيدا کېدو لپاره به هر شپه لسګونه کسان وژل کېدل؛ چې دغه چارې لامل شوي ترڅو افغانان د شورويانو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې په وسله وال جهاد لاس پوري کړي. 

نوموړي د شوريانو پر وړاندې د جګړې په اړه ويلي دي چې مجاهدينو يا د افغانستان خلکو په دې پار جهاد پيل نه کړ چې سياسي واک ته ورسيږي بلکې د هېواد د خپلواکۍ او له ملي ارزښتونو د دفاع په پار یې دغه لار خپله کړه. 

 د يادونې ده چې له نن پوره ۴۱ وړاندې په ۱۳۵۸ل کال کې د مرغومي مياشتې په شپږمه نېټه شوري ځواکونه افغانستان ته راغلل؛ د حفيظ الله امين حکومت یې ړنګ او ببرک کارمل یې واک ته ورسولو.