روهي (نۍ/ ۶ د مرغومي)، د سوریې د بشري یو حقونو بنسټ وايي، چې په سوریه د اسرائیلو په توغندیزو بریدونو کې د ایران په ملاتړ شپږ جنګیدونکي جنګیالي وژل شوي دي.
په سوریه کې د انساني حقونو د تنظیم اداره یاد وژل شوي کسان ټول بهرنیان بللي، د بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې، ویل کیږي چې یاد کسان د سوریې په روان جنګ کې د صدرعظم بشرالاسد د ځواکونو په ملاتړ جنګیدل.
انساني حقونو د تنظیم اداره، وايي چې یاد ویشتل شوې توغندي د لبنان د فضايي حدودو نه ویشتل شوي او د سوريې د حما صوبې په مصیاف ښار کې د ایران پلوه ملیشو په سیمو لګیدلې دي.
بلخوا د اسرائیلو پوځ تر اوسه ددې راپورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
وروستي