کرزی: له عبدالله عبدالله مننه کوم چې د سولې لپاره هلې - ځلې کوي 

روهي (نۍ/۶ د مرغومي)، د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن د يادې شورا د مشرتابه پلاوي دويمه ناسته جوړه شوه. دغه ناسته کې پر عبدالله عبدالله سربېره؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني، د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو سياسي څېرو برخه اخېستې وه. 

 پخواني ولسمشر له ډاکټر عبدالله عبدالله د دغه ناستې د جوړېدو په پار مننه کړې او زياته کړې یې، "ډېره زیاته مننه جناب محترم ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله چې دغه غونډه مو جوړه کړه او د افغانستان د سولې لپاره مو بل قدم اوچت کړ. "

حامد کرزي د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي په اړه ويلي، "د مذاکراتي هيئت له کار او هڅو ټول خبر یو. دوی په ډېره ښه توگه، په پوره اتحاد او ‌اتفاق، حسن نظر او یو ملي دید، زموږ له هموطنه ورونو د طالبانو له اسلامي تحریک سره یوځای د افغانستان د سولې لپاره کوښښ وکړ او دواړو لورو په ټول توان هڅه وکړه چې مذاکرات مو مثمر او د افغانستان په خیر و فلاح وي."

د يادنې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو دويمه ناسته د راتلونکې جنوري مياشتې په لومړۍ نېټه تر سره کيږي.