ولايتي شورا: زابل سقوط کوي 

روهي (نۍ/۶ د مرغومي)، د زابل د ولايتي شورا مشر عطا جان حق بيان رسنيو ته د زابل د کړکېچن امنيتي وضعيت ويلي او د طالبانو له خوا د دغه ولايت د سقوط خبرداری یې ورکړی دی. 

اريانا نيوز د عطا جان حق بيا د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د زابل ولايت پر پنځو ولسواليو طالبان واک لري او ګواښ هم د زابل تر ښار رانېږدې شوی دی. 

د زابل د ولايتي شورا رئيس عطا جان حق بيا خبرداری ورکوي، چې که چېرې مرکزي حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو په نېږدې ورځو کې به زابل سقوط وکړي. 

نوموړي له دې وړاندې هم رسنيو ته ويلي وو، چې له تېر يو کال راهيسې د ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب زابل ته ورغلی او د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت یې اغېز شېندلی.