د ملي پخلاینې شورا نن د اجنډا پر سر بحثونه کوي

روهي (نۍ/ ۶ د مرغومي)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشرتابه شورا نن د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره په اجنډا بحث کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، چې په نننۍ غونډه کې لومړی د دولت مرکچي پلاوی خپل راپور وړاندې کړي او ددې  ترڅنګ چې مرکچي پلاوي ته به د راتلونکو پړاوونو لپاره لار ښوونې وشي ورسره به پر اجنډا هم بحث وشي.

د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو له نږدې دریو میاشتو وروسته د خبرو پر کړنلارې هوکړه وکړه او دا مهال دواړه ټیمونه د جنورۍ تر ۵مې په دمه تللي چې ویل کیږي د خبرو دوهم پړاو به له سلا مشورو وروسته په ټاکلي وخت پېل شي.