په لبنان کې د سعد حريري دولت نسکور شو

تر هغې وروسته چې د سعد حريري د ملي يووالي له حکومت څخه يولس تنو وزيرانو خپله استعفا اعلان کړه ، د حريري حکومت عملا نسکور شو. مستعفي وزيران د حزب الله ، د امل حرکت او د ازاد ملي ګوند غړي دي. دوی د خپلې استعفا لامل دا ښودلی ، چې سعد حريري د رفيق حريري د وژنې په اړه د دولت له هيئت سره مخالفت کاوه او د امريکې غوښتنو ته يې غاړه اېښې وه. وزيرانو په داسې وخت کې استعفا کړې ، چې سعد حريري په واشنګټن کې له باراک اوباما سره په کتنه اخته و.
د حکومت له نسکورېدو سره وضعيت په بيروت کې ګډوډ ښکاري او په بيروت او نورو مهمو ښارونو کې د پوځيانو شمېر زيات شوی دی.