په بنو کې د ځانمرګي بريد له امله 18 تنه ووژل شول


د پاکستان امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښار کې يو ځانمرګی بريد شوی ، چې له امله يې 18 تنه وژل شوي او 15 تنه هم ټپيان شويدي. د يو شمېر ټپيانو حالت نازک ښودل شوی او کېدای شي د مړو شمېر نور هم زيات شي. ځانمرګی بريد د پوليسو د يوې پوستې په مخکې ترسره شوی او د لومړني خبر له مخې پنځه تنه وژل شوي وو، چې ټول يې پوليس وو. پوستې ته څېرمه يو جومات هم و ، چې د لمانځه پر مهال د ګڼه ګوڼې له امله ښايي يو زيات شمېر وژل شوي کسان ملکي وګړي وي. د پېښې مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی.