امرالله صالح وایي چې افغان دولت به د سولې په خبرو کې د هېواد له هېڅ ارزښت تېر نه شي

روهي ( جمعه/ ۵ د مرغومي)،د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي، چې هېواد ته د سرلوړې او باعزته سولې راوستل غواړي.


د ده په خبره چې افغانان د ماتې خلک نه دي او د سولې په برخه کې د افغانانو یوالی تر ټولو مهم او لومړی شرط دی چې مونږ تر یوې باعزته سولې ورسوي.
نوموړي د سولې روانو خبرو کې د نظام راتلونکي جوړښت په اشارې وویل چې د افغانستان راتلونکی حکومت به د کویټې شورا نه بلکې افغانان ټاکي.


د ولسمشر لومړي مرستیال چې نن یې په کابل کې یو کنفرانس ته خبرې کولې وویل، چې د سولې پروسې د بریا لپاره مهمه ده ترڅو ټول افغانان یو ګډ دریځ ولري د نوموړي په خبره چې په هېواد کې یوې ملي سولې ته اړتیا ده، نه داسې چې په مشخصو سیمو او خلکو پورې تړلې وي.


صالح وایي، چې افغان دولت به د سولې په خبرو کې د هېواد له هېڅ ارزښت تېر نه شي، نوموړی ډاډ ورکوي چې په دې پروسه کې د هېڅ معاملې کولو ځای نشته د نوموړي په خبره چې هیڅوک حق نلري ترڅو د سولې په خبرو کې د خلکو د حاکمیت او ټاکنو خبرې وکړي.


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې په قطر کې د خبرو مرکچي پلاوو د سلا مشورو په موخه شل ورځنی رخصتي اخیستې او د دواړو ډلو د هوکړې له مخې ټاکل شوې د خبرو دوهم پړاو د همدې میاشتې په ۱۶مه نیټه پیل شي، چې د خبرو د دوهم پړاو د پېل لپاره افغان حکومت ټینګار کوي چې د خبرو دا پړاو دې د افغانستان دننه ترسره شي خو طالبانو د افغان حکومت یاد دریځ رد کړی.