۴۸ کلنې مایا ساندو د مالداویا د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

روهي (جمعه/ ۵ د مرغومي)، د اروپايي ټولنې پلوي مایا ساندو د مالداویا په وروستیو ټاکنو کې له بریا وروسته پرون په پلازمېنه کشینیوف کې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه


د مالداویا نوې ولسمشرې مایا په اروپايي ټولنه کې ددې هېواد د ور ګډولو پلوي ده او د ټاکنیز کمپاین پرمهال یې ژمنه کړې وه چې د اروپا په دې بې وزلي هېواد کې پراخ فساد به له منځه یوسي.


د مایا ساندو د لوړې له مراسمو وروسته د نوموړي زرګونه پلویانو د هغې د ملاتړ په پار شعارونه ورکړل، ساندو چې ۴۸ کاله عمر لري په نړیوال بانک یې د اقتصاد د متخصصې په توګه دنده ترسره کړې او د امریکا د هارورډ په پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې دي.


نوموړي د هېواد لوړې په مراسمو کې د مالداویا له خلکو سره ژمنه وکړه چې په دې هېواد د یوالي راوستل به یې له لومړیو کارونو وي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201225_101454_101.sdoc-->