فرشته کوهستانی؛ کاپيسا کې د ښځو حقوقو فعاله یې ووژله 

روهي (پنځه نۍ/۴ د مرغومي)، د کاپيسا ولايتي مسوولين مني چې د فرشته کوهستانۍ په نوم دغه ولايت کې د ښځو حقوقو يو فعاله د ناڅرګنده وسله والو په بريد کې وژل شوې ده.

نوموړې نن ماښام پنځه بجې د کاپيسا ولايت د لومړۍ برخې کوهستان ولسوالۍ کې د ناپېژنده وسله والو له خوا وژل شوې ده. فرشته کوهستانۍ کابل کې اوسېدله او په رخصت خپل ولايت ته تللې وه. 

کورنيو چارو وزارت هم د پېښې تائيد کوي خو زياتوي چې فرشته کوهستانۍ او ورور یې د موټرسايکل سپارو په يو بريد کې ټپي شوي دي.