عطا محمد نور: که وضعيت تغير ونه کړي د مقاومت دويم نسل به را ميدان ته شي 

روهي (پنځه نۍ/۴ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د افغانستان روان سياسي او امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرې وضعيت تغير ونه کړي او ښه نه شي، نو دی به را ميدان ته شي. 

عطا محمد نور نن ورځ کابل کې په یوې ناستې کې ويلي دي، چې د افغانستان روان وضعيت د منلو وړ نه دی او د همداسې پاتې کېدو په صورت کې به  یې د مقاومت دويمه بڼه رامنځ ته او وضعيت ته به تغير ورکړي. 

عطا محمد نور د افغان حکومت له مشرانو غوښتي دي چې که چېرې دوی نه شي کولی چې وضعيت کنټرول کړي نو غوره ده چې مديرت او مسووليت یې جهادي مشرانو ته وسپاري. 

نوموړي د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ته په اشارې ويلي دي چې د حکومت دننه ځيني کسان د امنيتي ميثاق په نوم د پروګرامونو له لارې د هېواد سياسي او مطرحې څېرې په نښه او وژني. 

عطا محمد نور د خپلو خبرو په یوې بلې برخې کې د افغانستان په شمول کې د بهرينو جنګياليو  ويلي دي او زياته کړې ده چې د ملي يووالی حکومت پر مهال یې د حکومت مشرانو ته په دې اړه ويلي‌ وو خو عمل پرې ونه شو.