نن په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري ووژل شول

د ايساف ځواکونه په افغانستان کې خبر ورکوي، چې نن د دوی شپږ تنه سرتېري په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي. د خبر له مخې درې تنه سرتېري د افغانستان په ختيځ کې د سړک غاړې د مين په چاودنه کې ووژل شول، څلورم سرتېری په همدې سيمه کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې ووژل شو، پنځم سرتېری هم په همدې سيمه کې د غير محارب ټپ له امله او شپږم سرتېری د افغانستان په سويل کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شو. د ايساف خبر پاڼې د وژل شويو هويت او د پېښې دقيق ځايونه نه دي ښودلي، خو د افغانستان په ختيځ کې زياتره امريکايي ځواکونه او همداراز د فرانسويانو او پولنډيانو واړه ګروپونه پراته دي.
نن د سږکال له پيله د ناټو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه او له نننيو تلفاتو سره سږکال د ناټو د مړو شمېر 17 تنو ته ورسېد.