د نارمل جنین نښې مور بطن کې

د نارمل جنین نښې مور بطن کې

دا چې پلار او مور د خپل د ماشوم د صحت نه د مېندو بطن کې مطمئن اوسي، نو دوی کولای شي دغه لاندې نښو ته پاملرنه وکړي:

ـ د جنین حرکات د مور بطن کې، د اړینو نښو څخه دا چې د تاسو ماشوم سالم دی، هغه د ماشوم حرکت دی؛ چې د ۲۲ اونۍ څخه وروسته پیل کېږي؛ چې د ۵ میاشتې څخه وروسته جنین په حرکت پیل کوي، په ۶ میاشته کې د بیروني غږونو په وړاندې حرکت کوي، په ۷ میاشت کې جنین د رڼا، درد او غږونو په وړاندې حرکت کوي، په ۸ میاشت کې د خپل ځای بدلولو باندې پیل کوي او په پښې وهي، په ۹ میاشت کې د جنین د ډېر حجم له کبله فضا کمه وي، نو ځکه  د ماشوم حرکات لږ کېږي، چې دا ټولې ستاسو د جنین د سالم اوسېدو نښې دي.
 
 
 
ـ د جنین د طبیعي ودې اندازه  کول، د جنین د ودې د اندازه کولو له پاره بېلابېلې لارې شتون لري، خو ډاکټران د سونوګرافي په طریقه باندې د ماشوم نارمل وده اندازه کوي. په نارمل ډول ماشوم هره میاشت ۵ سانتي متر وده کوي؛ چې به دې اساس باندې  تر ۷ میاشتې د جنین قد باید ۳۵ سانتي متر اوسي. سالم جنین په هرو ۳ میاشتو کې ۷۰۰ ګرامه وزن اخلي؛ چې تر نهمي میاشتي پورې سالم ماشوم باید ۳ کیلو ګرامه وزن ولري او قد یې باید ۴۵-۵،۶۲ سانتي متر پورې وي. د سالم جنین د مالومولو له پاره باید د حمل په اولو ۳ میاشتو کې د سونوګرافي معاینات وکړئ.
 
 
 

ـ د جنین د زړه درزا یا بیټ کنټرول، د جنین زړه د حمل په ۵ اونې کې په درزا پیل کوي، خو بیا هم په اولو دریو میاشتو کې د زړه درزا د ماشینونو په مرسته کنټرول کېږي. ډاکټر کولای شي د ماشوم د زړه د غږ څخه احتمالي ستونزي تاسو ته ووایي.
 
 

ـ د جنین د حالت او یا هم د وضیعت غوره کولو طریقه، سالم ماشوم په نهمه میاشت کې خپلو حرکات پای ته رسوي او سر یې د کانال رحمي خواته وي، خو په نا سالم ماشوم کې پښې یې د کانال رحمي خواته وي.
 
 
 
ـ د مور د بطن د حجم زیاتېدل، د حمل په وخت کې په طبیعي ډول سره د مور وزن زیاتېږي هغه هم د ۱۲-۱۵ اونۍ کې، تاسو کولای شی چې د خپل ډاکټر سره د وزن د اندازه کولو له پاره مشوره وکړئ.