له يوسف رشيد درې لورګانې او دوه کوچني زامن پاتې شول

;روهي (څلورنۍ/۳ د مرغومي)، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي رئيس محمد يوسف رشيد نن ورځ کابل ښار کې د ناپېژنده وسله والو په ډزو کې ووژل شو. نوموړی لومړی ټپي چې روغتون ته په لار یې له سختو ټپونو وروسته ساه ورکړه. دغه پېښه کې له يوسف رشيد سره د هغه موټر چلونکی چې د تره زوی یې وو، هم وژل شوی دی. 
 
 محمد یوسف رشید د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی وو. رشید د څېړنې، د پروګرامونو مدیریت او ظرفیت جوړونې په برخه کې ډېرې تجربې لرې. نوموړی د ټاکنو او ډموکراسۍ په برخه کې د Bridge تایید شوی ټرېنر وو او د پښتو او دري ژبو سربېره پر انګرېزي ژبه هم بشپړ برلاسی وو. 

له هغه وروسته چې نوموړي د فيفا مسوليت اخېستی وو، د افغانستان د ټاکنو پر بهير یې څار درلود؛ په رسنيزو خپرونو او ناستو کې به یې د ټاکنيز سرغړونو، درغليو او د پاکو ټاکنو پر وړاندې د شته خنډونو پرده پورته کوله. 

د محمد يوسف رشيد ورور رسنيو ته ويلي دي چې نوموړي واده کړی وو، درې لورګانې او دوه کوچني ماشومان ترې پاتې شول. د وژل شوي رشيد د ورورو په وينا، چې دی نن سهار خپلې دندې ته په لار وو، چې د بريدګرو تر بريد لاندې راغی. د رشيد کورنۍ هم نه پوهيږی چې دی چا ووژلو. 

ولسمشرۍ ماڼۍ، ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عطا محمد نور او د هېواد يو شمېرنورو سياسي څېرو او د ټولنيزو رسنيو کارونکو، د محمد يوسف رشيد پر مړينې خواشيني ښوودلې او دا یې د هېواد لپاره ضايع بللې.