ترکي چارواکو له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو خبرداری ورکړی

روهي (څلور نۍ/ ۳ د مرغومي)، په بهرنیو چارو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اوردغان سلاکار مسعود کاسین وايي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې بېرته له اسرائیلو سره ديپلوماټیکي اړیکي پيلوي.

د ترکیې دا چارواکي وايي، چې اسرائیل له ترکیې سره اړیکو ته نرمښت ښودلی  او ترکیه غواړي له اسرائیلو سره د اړیکو د بېرته عادي کولو په موخه په دې هېواد کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. 

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۰ کال کې اسرائیلي ځواکونو د فلسطین طرفدارو فعالینو د غزې تړانګې ته بشري مرستو پر کښتیو ډزې وکړې او له امله یې ۹ ترکي اتباع ووژل شول د ترکیې او اسرائیل اړیکې خرابې او په ټپه ودرېدې.

د ترکیې او اسرائیل ترمنځ اړیکې هغه مهال لا ترینګلې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس په رسمي توګه د اسرائیل د پلازمینې په توګه وپېژنده او په غبرګون کې یې ترکیې له یاد هېواد خپل سفیر ور وغوښت او اسرائیل هم په انقره کې خپل سفارت وتړه.