روهي (څلورنۍ/۳ د مرغومي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په کابل ښار کې د وروستيو بريدونو، چادونو، هدفي وژنو او نښلونکو ماينونو په اړه د نن سهار ۶:۳۰ بجو په ۵۹ ناسته کې سپيناوی وړاندې کړی دی.
د ولسمشر لومړيمرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د سهار شپږ نيمو بجو ناستې په لومړيو کې د جنايي پېښو د مخنېوي او ښاري نظم په پار تر سره کېدلې او موخې یې همدا وې.
دغه برخه کې د لمس وړ پرمختګونه شوي دي او شمېرې یې هره ورځ له ولس سره شریکې شوې دي. د ولسمشر د لومړي مرستيال د مالوماتو پر بنسټ، د ترهګريزو کړنو د مخنېوي برخه کې هم ځيني چارې تر سره شوې دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې خپل سرو بمونو کې له امونيم نايتريت موادو چې يو ډول کېمياوي مواد دي ګټه اخېستل کيږي، چې له کالونو د افغانستان حکومت له خوا بند شوي دي.
صالح لېکلي دي چې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه افغانستان ته امونيم نايتريت نه رالېږي، خو روان ۲۰۲۰ کال کې د ۱۵ څخه تر ۲۰ ټنه امونيم نايتريت له بېلا بېلو لارو د طالبانو په لاس ورغلي دي، چې له هر ټن یې شااوخوا ۵۰ بمونه جوړيږي.
د ولسي جرګې په شمول د ولسمشر پر لومړي مرستيال امرالله صالح نيوکې کيږي، چې د امنيت ميثاق او د سهار شپږ نيمو بجو په نوم پيل شوې لړۍ یې ناکامه ده او کابل هره ورځ د هدفي وژنو، نښلونکو ماينونو او ورته نور پېښو شاهد وي.
وروستي