د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د لېبيا هېواد 

د لېبيا نوم پېړۍ وړاندې استعمال شوی. د افريقا لویې وچې او د وسني مصر په شااوخوا کې چې کوم قوم مېشت وو په تاريخ کې د لېبيایي په نومونو ياد شوي. د اوسنۍ لېبيا په اړه لرغون پېژندنې ښيي، چې له نن لس زره کاله وړاندې هلته ژوند شوی او انسانان استوګن شوي وو. لېبيا د افريقا په لويه وچه کې پروت هېواد دی، چې له مصر، تونس، الجريا، چاد او سوډان سره ګډې پولې لري. 

د لېبيا پراخوالی او وګړي: 
لېبيا پراخه هېواد دی. نېږدې دوه مېلېونه کيلو متره مربع پراخوالی لري. د پراخوالي پر بنسټ لېبيا د نړۍ ۱۶ ترټولو ستر هېواد دی، خو د وګړو پر اساس لېبيا کوچنۍ ده. دغه پراخه هېواد يوازې شپږ مېلېونه وګړي لري؛ د وګړو او پراخوالی ترمنځ توپير ډېر او ژور دی. اوومه ميلادي پېړۍ کې د اسلام مقدس دين لېبيا ته ورسېد. اوس مهال د لېبيا رسمي دين اسلام دی او غوڅ اکثريت وګړي یې هم سني مسلمانان دي. 

حکومت او سياست یې: 
 د تاريخ په اوږدو کې لېبيا د مصر، عثماني امپراتورۍ او ايټاليا تر استعمار لاندې وه. د شلمۍ پېړۍ په سر کې عمر مختار  لېبيا کې د خپلواکۍ د مبارز په توګه د استعمار پر وړاندې مبارزه پيل کړه، عمر مختار اوس هم د لېبيا د ملي اتل په نوم پېژندل کيږي.  ۱۹۵۱ز کال کې لېبيا له ايټاليا خپله خپلواکي اعلان او ادريس نومي سياست کوونکي لېبيا شاهي هېواد کړ او دی یې پاچا شو. ۱۹۶۹ز کال کې ځوان سياستوال معمر القذافي د پاچا ادريس پر وړاندې کودتا وکړه او ده د هېواد واکي په لاس کې واخېسته. معمر القذافي اته کاله ليبيا د انقلابي مشر او بيا تر ۲۰۱۱ کال پوري یې د ورورۍ مشر تر نوم لاندې د ليبيا مشري وکړه. معمر القذافي د ۶۸ کالونو په عمر ۲۰۱۱ کال کې د امريکايي خواکونو له خوا په دزو ټپي او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.  د ليبيا د کورنۍ جګړې وروسته، په ۲۰۱۵ کال کې ليبيا کې د ملي يووالي په نوم حکومت جوړ شو؛ فايز مصطفی السراج‎ د ليبيا اوسنی ولسمشر دی. معمر القذافي په وژل کېدو ليبيا کې کورنۍ جګړه پيل او د دغه هېواد غښتلی پوځ هم دړې - وړې شو. 

د لیبيا په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- وروسته له هغې چې ۲۰۱۱ز کال کې د ليبيا پخوانی ټولواک معمر القذافي ووژل شو، بيا تر نن پوري ياد هېواد له سياسي بې ثباتۍ کړيږي. 
۲- ۱۶ پېړۍ کې ليبيا د عثماني امپراتورۍ برخه جوړه شوه او په بشپړ ډول یې خپله خپلواکي له لاسه ورکړې وه. 
۳- معمر القذافي د نړۍ له شتمنو کسانو وو، د مړينې پر وخت د نوموړي پانګه ۲۰۰ مېلېارده امريکايي ډالر وه. 
۴- د ليبيا پخواني مشر معمر القذافي ۴۰ ساتونکي درلودل چې ټولې نجونې وې. 
۵- ليبيا کې اوس دوه حکومتونه شتون لري چې يو یې ملګري ملتونه په رسميت پېژني او بل نه.