د لغمان چارواکي: د زون په کچه یې د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو د انتقال مسؤل د وژل کیدو ترڅنګ ۶۰۰ کیلو ګرامه چادویدونکي توکي نیولي

روهي (څلور نۍ/ ۳ د مرغومي)، د لغمان ولایتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځواکونو په مشرۍ ګډو امنیتي سرتېرو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو د انتقال مسؤل وژلی او ورسره یې ۶۰۰ کیلو ګرامه چاوديدونکي توکي نیولي.

د لغمان له مطبوعاتي دفتره روهي په رالیږل شوې خرپاڼه کې راغي، چې د لغمان والي رحمت الله یارمل تېره شپه ناوخته د یوه خبري کنفرانس پرمهال د وژل شوي طالب وسله وال جسد او نیول شوي چاوديدونکي توکي رسنیو ته ور وښودل.

نوموړي ددې خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته ویلي، چې "د ملي امنیت ځواکونو په مشرۍ ګډو افغان ځواکونو د کابل ـــ جلال اباد لوی لارې د ګنداب پله په سیمه کې تېره شپه ناوخته ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو د انتقال او د پنځو سرګروپانو د ډلګۍ مشر اسلامي مشهور په بلال په داسې حال چې په یوه ډاډسن موټر کې بار ۲۴ بوریو کې چاوديدونکي توکي یې انتقالول امنیتي ځواکونو سره د مقاومت پرمهال وژل شوی".

یارمل زیاته کړه چې "په دغه موټر کې بار ټول چاوديدونکي توکي ۶۰۰ کیلو ګرامه کیږي چې د موټر بم او نورو ګڼو تخریبي او ترهګریزو کړنو په ترسره کېدو کې ورڅخه استفاده کیږي، چې په مخنیوي سره یې د خاورې او ولس د دښمنانو د شومو موخو مخنیوی ترسره شوو".

د لغمان والي یارمل رسنیو ته ددې چاودیدونکو توکو  د ښکاره کولو پرمهال په وسله والو طالبانو غږ  وکړ چې نور د سولې لاره خپله کړي او له افغان وژلو دې لاس واخلي.