په میدان وردګو ولایت کې د څه باندې شپږ میلیونو افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې

روهي (څلور نۍ/ ۳ د مرغمومي)، د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، چې د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز انسجام ملي پرګرام له لوري د میدان وردګو ولایت په نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د څه باندې (۶) میلیونو (۲) لکه او (۸۳) زره افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د درېیو کارېزونو د پروژو چارې پیل شوې.

چارواکي وايي، چې د یادو کارېزونو له ډلې د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې د (٥٧٢) مترو په اوږدوالي، د سیداباد ولسوالۍ په کوهګرد سیمه کې د (٩٤٤) مترو په اوږد والي او د چک ولسوالۍ په خواجه عمري سیمه کې د (٥٣٠) مترو په اوږدوالي د کانال جوړول، پاکاري، د څاګانو رغونه، د اوبو د ذخیرو جوړول او د یو شمېر پلچکونو جوړول هم  پکې شامل دي، چې په راتلونکې کې به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

په یادو درېیو کاریزونو به د پراختیایي شوراګانو له لس سلنې ونډې سره ټولې(۶) میلیونه (۲) لکه (٨٣) زره او (٢٦٢) افغانۍ لګښت راشي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه د مالیې وزارت له لوري ورکړل شي.