حامد کرزي پر طالبانو غږ کړی چې پردیو له اغېز دې ځان وباسي

روهي (څلور نۍ/ ۳ د مرغمومي)، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه په یوه مرکه په طالبانو غږ کړی چې د پردیو له اغېز دې ځان خلاص کړي او د اوربند په کولو سره دې جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي د افغان سولې پروسې په برخه کې د امریکا د هڅو هرکلی کړی او د افغان سولې پروسې په برخه کې یې د افغانانو تمې په اشارې ویلې چې تمه ده ټول اړخونه په دې بهیر کې صادقانه چلند وکړي، ترڅو د افغانانو د لسیزو غمیزي ته د پای ټکی کيښودل شي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې نور دې  د جګړو پرځای د هې،اد په جوړونه کې برخه واخلي او يو ځل بیا یې روانه جګړه د اندېښنې وړ بللې ده.