
روهي (څلور نۍ/ ۳ د مرغومي)، له هغه وروسته چې په ۲۰۱۵ کال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټومي تړون سره پریکون اعلان کړ اوس یو ځل بیا د نړۍ پنځو هېوادونو چین، فرانسې، جرمني، بریتانیا او روسیې چمتوالی ښودلی ترڅو امریکا متحده ایالات ددې تړون غړی کړي.
د اټومي تړون غړیو هېوادونو وروسته دا څرګندونې کړي چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن تازه خبر ورکړی چې هڅه به وکړي ترڅو متحده ایالات بېرته ددې تړون سره یو ځای کړي.
جوبایډن هیله ښودلې که ایران د ۲۰۱۵ تړون ته متهد پاتې کیږي نو امریکا به بېرته دې تړون ته ورګرځي.
د امریکا منتخب ولسمشر وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د امریکا د متحد ایالتونو اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له ایران سره له شوي اټومي تړون سره پریکون اعلان کړ او پر تهران یې نوي او سخت بندیزونه ولګول.