تېرکال د کراچۍ په تاو تريخوالي کې 1650 تنه وژل شوي

 تېر کال د کراچۍ ښار د خلکو لپاره ډېر خونړی کال بلل شوی.د يوې سروې له مخې تېرکال د کراچۍ ښار په تاو تريخوالي کې 1650 تنه وژل شوي . د سروې له مخې 50 تنو په ځانمرګو بريدونو کې برخه اخيستې او د ښار په بېلا بېلو برخو کې پنځه لويې چاودنې شوي چې له امله يې په لسګونو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې.
د يادونې وړ ده چې د کراچۍ په نښه شويو وژنو يا ټارګېټ کېلېنګ  کې تر اوسه يو زيات شمېر ځايي پښتانه په نښه شوي او وژل شوي دي.