ټېته ونه مو دنګه کړئ

ټېته ونه مو دنګه کړئ

په ننې عصر کې خلک هر څه ته په خاص ډول ارزښت ورکوي د ظاهري بڼې برخه کې دنګه ونه یو اړین رکن ګرځېدلی دی، چې هر څوک غواړي یوه دنګه ونه ولري، دا چې څرنګه کولای شو دنګه ونه ولرو په ګډه یې لولو.
ـ په جنتیکی ډول دنګه ونه، د انسان ونه په یوازې د پلار او مور په جن اړه نه لري بل د کورنۍ شجرې په ډېریو جنونو پورې اړه لري.  داسې ډېر لږ واقع کېږې چې ستاسو ونه  د دنګېدو وړتیا ونه لري، چې هغه په خاصو ناروغیو پورې ارتباط لريو خو ډېری تاسو کولای شی خپل نارمل ونه ولری په خاصو لارو سره چې د مطلب په بهیر کې یې لولی.
ـ غیر جنتیکی لاملونه، په غیر حنتیکي ډول سره د تنباکو او د مخدره توکو د لوګي تنفس کول، د ماشومتوب یا د ځوانۍ ناروغۍ، د ماشومتوب د دورې د ساتنې کیفیت او د ماشومتوب په وخت کې د لږ وزن لرل چې نارمل وزن ۳۵۰۰ کیلو په شاوخوا کې دی.

ـ  د نارمل خوب درلودل، په پوره توګه سره خوب کول او په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته خوب کول د اچ جي اچ  د هورمون د ترشح لامل ګرځي او دا هورمون د ونې د لوړېدو  لامل ګرځي، که چېرې تاسو په پوره توګې سره خوب و نه کړئ ستاوسو د ونې د ټېټېدو لامل ګرځي.

ـ د صحي خوړو څخه ګټه اخېستل، په صحي خوړو کې تاسو کولای شی په ډېر لږ مصرف سره یو منظم او د ویټامینو څخه غني خواړه ځان ته چمتو کړئ. د ویټامین ډي، ویټامین سي، پروټین او د کاربو هایدریت درلودوونکي خوړو په ګټې اخېستنې سره تاسو کولای شی یو دنګه ونه ولرئ، البته د خوړو استفاده کول په منظم او مشخصو وختونو  کې.
ـ دورزش کول، په دې باندې ټول پوهېږي چې ورزش نه یوازې د ونې د پورته کولو له  پاره بل د ایميني سیستم د پیاوړي کولو له پاره هم اړین رکن ګڼل کېږي.  ورزش د ډېرو ګټو په لرلو سره د سیرتونین ماده افرازوي چې د انسان د خوشحال کېدو لامل او د استرس د منځه وړلو لامل ګرځي او همدارنګه ورزش د روان له حیثه انسانانو ته په روحي توګه د ژوند امید او پیاوړی اعتماد په نفس ورکوي.  ورزش باید په دوامداره توګه وشي.
ـ د باډي کشش،   د سهار له خوا ورزشي تمریناتو کې د کششي تمریناتو سرته رسول د بدن د نرمولو او همدارنګه د    ونې د دنګولو لامل ګرځي.

ـ  د پیاوړي ایمیني سیستم لرل، د ټولو چارو نه ایمینی سیستم ډېر اړین او کلیدي رول د ونې په دنګولو کې لري، چې تاسو کولای شی د آنتي اکسیدانت لرونکو خوړو څخه خپل ایمینی سیستم پیاوړی کړئ لکه، لیمو، نارنج، مالټه اړ داسې نور...