لغمان کې د مالټو ۲۰۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

روهي (درې نۍ/ ۲ د مرغومي)، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس جمیل خوشحال وایي، چې د مالټو د حاصلاتو د ډېرښت او لا پراختیا په پار یې هڅې پېل کړي دي، چې راون کال د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د مالټو ۲۰۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.

د خوشحال په وینا د لغمان ولایت د مالټو حاصلات مخ په ډېرېدو دي، چې سږ کال یې هم د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېر والی راغلی دی؛ نوموړی د مالټو د ډېرښت لاملونه بڼوالو سره د کرنې ادارې دوامداره همکاري، د نویو بڼونو حاصل ته رسېدل او د ناروغیو او افاتو کمښت یاده وي.

د کرنې وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال مالومات ښیي، چې د لغمان ولایت په ۵۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونونه شتون لري، چې د حاصلاتو کچه یې یوزرو ۲۳۲ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږ کال یې د تولید په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

لغمان، ننګرهار او کونړ د ګڼو مېوو او سابو تر څنګ د سټرسو کورنۍ لیمو، نارنج او مالټو پالنې او روزنې لپاره مناسبه هوا او چاپېریال لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولیږي.