برتانيې  هلمند ولايت ته د خپلو ځواکونود استولو په اړه د څېړنې مخالفت وکړ

 د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال  اليستر برت  له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ، چې له مخې يې بايد  افغانستان او په ځانګړې توګه هلمند ولايت ته  د برتانوي پوځيانو د استولوپه اړه  څېړنه وشي.
اليستر برت ويلي، چې په داسې حال کې چې لا هم برتانوي پوځونه په افغانستان کې پراته دي ، دا ډول څېړنې به د برتانوي پوځيانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. برتانيې د لومړي ځل لپاره په 2006 کال کې هلمند ته خپل ځواکونه واستول، چې تر هغې وروسته  يې  شاوخوا 450 سرتېري ووژل شول. برتانيه اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې اکثريت يې په هلمند کې پراته دي.