محسن دوړ: کريمه بلوڅ د خپلو خلکو لپاره مبارزه کوله او په همدې یې ووژله 

روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، د بلوڅ زدکوونکو ټولنې پخوانۍ مشرې او بلوڅ فعالې  کریمه بلوچ مړی د کاناډا  په ټورنټو کې موندل شوی دی. د کاناډا پولیسو د پېښې پخلی کړی دی. 

پر ټولنيزو رسنيو د کريمه بلوڅ مړینې پراخه غبرګونونه راپورته کړي دي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې نوموړې څنګه او د چا له خوا وژل شوې ده. پوليسو د نوموړې جسد د طبي معاينو لپاره لېږلی دی. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ د کريمه بلوڅ پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او پر توېټر یې لېکلي دي چې کريمه بلوڅ د خپلو خلکو د حقوقو غږ  پورته کړی وو او په همدې پار وژل شوې ده. 

بلوڅستان کې د جمهوريت غوښتونکو ګوند مشر  شېر محمد بګټي د نوموړې پر مړينې خواشيني ښوودلې او په توېټر یې د کاناډا حکومت د پلټنو غوښتنه کړې ده. 

افغانستان او پاکستان کې پر ټوېټر او فېسبوک د کريمه بلوڅ وژنې د خلکو پراخه غبرګونونه راپورته کړي دي او په اړه یې بېلا بېلې ادعاوې شریکې شوې دي.