روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، د پاکستان حکومت اپوزېسيون چې اوس مهال یې د پاکستان د ولسواکۍ په نوم غورځنګ پيل کړی دی، د عمران خان د حکومت ضد د پراخه لاريونونو د پيل کېدو ويلي دي.
د دغه غورځنګ يو غړي بلاوال خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ به د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت سره نور خبرې وړاندې يو نه سي او يوازې په هغه صورت کې خبرې کېدای شي، چې عمران خان له دندې لېرې شي.
بوټو چې اوس مهال د پاکستان د خلکو ګوند يا PPP مشري هم کوي، خبرداری ورکړی دی، چې عمران خان د خلکو غږ وانه ورېد، خو دوی به اوس تر هغې ارام نه شي ترڅو چې نوموړي استعفاء نه وي ورکړې.
بلاوال بوټو ګواښ کړی دی چې اوس مهال دوی د عمران خان حکومت سره د هېڅ ډول خبرو پلان نه لري او ټېنګار يوازې پر دې دی چې عمران خان دې حکومت خوشی او بيا به دوی پر بديل خبرې کوي.
وروستي