نن د هېواد په کچه د اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پېل شوې

روهي (درې نۍ/ ۲ د مرغومي)، د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې نن سه شنبه د خوست په کرکټ لوبغالي کې د هېواد د څلورو زونونو د کرکټ اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پېل شوې چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.

دغه سیالۍ چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري پیلیږي، په اړه یې د یادې څانګې مسول احسان الله عبید وايي:"د افغان کرکټ بورډ د لوبې پرمختیا څانګې له دې وړاندې په ډېره ښه توګه د ولایتونو په کچه د کلبونو ترمنځ سیالۍ ترسره کړې چې له ډلې یې بیا د زونونو په کچه څلورو لوبډلو وروستي پړاو ته لاره وموندله."

عبید زیاتوي، چې د لوبې پرمختیا څانګې سربېره دا ځل د کورني کرکټ څانګه د لومړي ځل لپاره په پام کې لري، ترڅو د هېواد د څلورو زونونو د کرکټ غوره کلبونو ترمنځ سیالۍ ترسره کړي چې سبا به په خوست ولایت کې پیل او تر نهو ورځو پورې به دوام ومومي.

د نوموړي په وینا، دا چې د هېواد په کچه د کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ د کورني کرکټ څانګه ترسره کوي، دغه څانګه په پام کې لري، ترڅو یادې سیالې په ډېر ښه ډول ترسره او له منځه یې غوره او تکړه استعدادونه په نښه کړي.

باید وویل شي چې په یادو سیالیو کې د زونونو په کچه د اتل کلبونو له ډلې د کندهار السعادت کلب، د کندز اشرف کلب، د کابل زلمي کلب او د خوست زلمي کلب ونډه لري، چې نن په خوست ولایت کې د کوربه خوست زلمي لوبډلې او د کندهار السعادت لوبډلې ترمنځ په لومړۍ لوبې سره پېل شوې.