د مصر کلمه د عبراني ژبې رېښه لري، لغوی مانا یې په تېر کې د پولې يا سرحد په مفهوم وه. مصر ته په انګلېسي کې Egypt وايي. د Egypt کلمې رېښه په لرغوني يونان کې د پتاح په نوم د دوی د يو خدای عبادت ځای ته کارول شوې ده. مصر لرغونی تاريخ لري او موندنې ښيي چې پر ياده خاوره له نن ۸ زره کاله وړاندې انساني تمدن چې په غارونو کې یې ژوند کړی شتون درلود. فرعونيان چې له ميلاد یې نېږدې درې زره کاله وړاندې شتون درلود قران کې یې هم ذکر شوی، په مصر واکمني کړي.
وګړي او پراخوالی:
د مصر هېواد يو مېلېون کيلو متره مربع پراخوالی لري او د نړۍ ۲۹ تر ټولو ستر هېواد دی. مصر له فلسطين، اسرائيلو، ليبيا او سوډان سر د وچې؛ سعودي عربستان، يونان، قبرس، اُردن او ترکیې سره د اوبو ګډې پولې لري. د مصر هېواد سل مېلېونه وګړي لري چې د نړۍ ۱۳م پُر نفوسه هېواد شمېرل شوی دی. د دين پر بنسټ د مصر له ۸۵ بيا تر ۹۵ اکثريت وګړي سُني مسلمانان او پاتې نور په کې عيسويان دي. د مسلمانانو الازهر جومات چې په لسمه ميلادي پېړۍ او د عيسويانو سکندريه ارتدوکس کلېسه چې په لومړۍ عيسوي پېړۍ کې جوړه ده، دمصر دوه ستر مذهبي - تاريخي ځايونه دي. له ۱۹۸۰ کالونو وړاندې مصر سېکلولار هېواد وو، خو د ۱۹۸۰ کال کې اساسي قانون تعديل او د اسلام مبارک دين د مصر رسمي دين شو. مصر ته د اسلام مبارک دين د خلفاء راشدين په وخت کې رسېدلی وو.
حکومت او سياست یې:
تر ۱۹۵۲ز کال پوري د مصر د حکومت ډول شاهي وو او فؤاد الثاني یې وروستی پاچا پاتې شوی. ۱۹۵۳ز کال کې د مصر حکومت جمهوريت ته واوښت، جنرال محمد نجيب یې لومړی ولسمشر وو. جنرال جمال عبد الناصر، انور سادات، صوفى أبو طالب، حسني مبارک، محمد حسين طنطاوي، محمد مرسي، عادل منصور او عبد الفتاح السيسي په ترتيب د مصر ولسمشران پاتې شوي دي. د مصر ولسمشر د خلکو په مستقيمو او پټو رايو د څلور کالونو لپاره ټاکل کيږي او عبد الفتاح السيسي یې اوسنی ولسمشر دی.
مصريين الأحرار، مستقبل وطن، الوفد المصري او لإخوان المسلمين؛ مصر کې مخکښ سياسي ګوندونه دي. مصر د ملګرو ملتونو د لومړنيو غړو هېوادونو دی. مصر له ۱۹۸۰ کال راهيسې اسرائيل په رسميت پېژني او هلته سفارت خونه لري. مصر د فلسطين دولت هم په رسميت پېژني او هلته سفارت لري. افغانستان او مصر هم يو او بل په رسميت پېژني، قاهره کې د افغانستان او کابل کې د مصر سفارت خونې شته.
اقتصادي او پوځي وړتياوې:
د مصر هېواد د حکومت تر کنټرول لاندې اقتصادي سېسټم لري او د نړۍ په کچه ۳۶ اقتصادي ځواک حساب شوی دی. د مصر د صادراتو ستره برخه تيل دي؛ امريکا، روسیې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، ترکیې او هندوستان سوداګرېزه راکړه - ورکړه لري. مصر کې د غربت کرښه تر ۳۲ سلنه وګړو پوري رسيږي. هر کال پرې نېږدې لس مېلېارده امريکايي ډالر مصرفوي؛ مصر ۴۵۰ زره فعال او ۵۰۰ سوه زره تيارسی پوځ لري.
د مصر په اړه پنځه په زړه يوري خبرې:
۱- د ځينو مصريانو ترمنځ اوس هم دا کلتور شته چې زړه ته نېږدې کسان مومیایي کوي چې ورته mummification وايي، د فرعون جسد چې مصر کې دی موميايي شوی دی.
۲- مصر کې تر اوسه ۱۳۰ هرمونه موندل شوي دي، دا د مصر د لرغوني تاريخ ښوودنه کوي.
۳- کاغذ، قلم، قلف، د غاښونو کريم او ډېری نور شيان د مصريانو اختراګانې دي.
۴- لرغوني مصر کې د تېږو بالښتونو او د وجود د ټولو وېښتانو پاکول بنسټيز کلتورونه وو.
۵- د مصر بيرغ سور، سپين او تور رنګونه لري، چې سور رنګ د استعمار پر وړاندې جګړه کې د مصريانو د قربانۍ، سپين رنګ د مصريانو د رېښتنوالۍ او تور رنګ پر تيارې د بريا په مانا دی.
وروستي