پاکستان: په پولو کې د هند جرآت به داسې جګړه رامنځته کړي چې تاریخ به یې یاد وساتي

روهي (درې نۍ/ ۲ د مرغومي)، پرون دووشنبه پاکستان په سیمه کې د هند د پوځي حرکتو په اړه خبرداری ورکړی، چې په وینا یې دا به ددې دوو اټومي ځواک لرونکونو هېوادونو ترمنځ " ویجوړونکي نهايي جګړې" رامنځته کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وروسته له هغه د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې د پېل خبرداری ورکړی چې دې هېواد هند ملګرو ملتونو ته په یوه استولي لیک کې پولې ته نږدې د برید پر پلان تورن کړ.

رشید احمد په پوله کې د هند د بریدونو په اړه وايي: "که هند جرآت کوي او زمونږ پولي وګواښي نو دا به تاریخ په تاریخ کې د جګړې سخت حالت په یاد پریږدي".
نوموړي خپل اټومي ځواک ته په اشارې له هند سره د جګړې د پېل په اړه ویلې: "د معبدونو زنګونه به چپ شي، بوټې به بېرته زرغونه نه شي او مرغۍ به له چغار څخه پاته شي."

پاکستان داسې مهال له هند سره د جګړې خبرداری ورکوي چې له دې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو وزیر په متحده عربي اماراتو کې یوې غونډې په خبرو کې وویل چې  استخباراتي مالومات یې ترلاسه چې هند په پاکستان د برید پلان لري.
بلخوا هند د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو په اړه تر اوسه هېڅ نه دي ویلې.