کینټ مکینزي: که ایران د سلیماني د وژنې د لومړي تلین لپاره د کوم برید پلان ولري امریکا هر ډول غبرګون ته چمتو ده

روهي (درې نۍ/ ۲ د مرغومي)، د امریکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان جنرال کینټ مکینزي د ایران د قدس ځواکونو د قوماندان د وژنې د لومړي تلین د نمانځې په پار د ایران د هر ډول برید په وړاندې د چمتوالي خبرداری  ورکړی.

مکینزي چې له خبریالانو سره پر تيلفون خبرې کولې وویل، چې "مونږ په ښه موقف کې یو د ایران او د ایران د ملاتړو هر ډول غبرګون ته چمتو یو ترڅو  په هر ځای کې د خپلو ملګرو دفاع وکړو".

جنرال مکینزي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړي د ایران د احتمالي بریدونو په اړه ټر اوسه څه نه دي ویلې، خو هغه مهال چې  امریکا ترېر د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سیلماني د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژه هغه مهال ایران د امریکا په څو نظامي توغندیز بریدونه کړې و.

مکینزي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې نوموړي تازه د سیمي هېوادونو قطر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اسرائیل او افغانستان ته پټ سفرونه کړي.