روهي (دوه نۍ/۲ د مرغومي)، کابل ولايت کې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې د ولسي جرګې د تېرې ورځې په عمومي ناسته کې د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د سهار شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې ناکامه بلل شوې.
د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني د جرګې د تېرې ورځې عمومي ناستې په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د شخصيتونو وژنه او د ولسي جرګې پر غړو بريدونه د غندنې وړ دي او له حکومت یې غوښتي دي چې په امنيتي سکتور کې د لوړپوړو چارواکو لاسوهنه بند کړي.
د جرګې وکيلانو د ولسي جرګې پر غړي خان محمد وردګ بريد غندلی او ويلي دي چې د امنيتي ميثاق د ناکام پروګرام په شتون کې کابل ولايت کې دا ډول پېښې رامنځ ته کيږي.
د جرګې د ناستې يوه بله برخه د هېواد د لومړۍ ميرمنې وروستيو څرګندونو ته ځانګړې شوې وه او وکيلانو د رولا غني څرګندونې ولسي جرګې ته سپکاوی بللی.
وروستي