ولسمشرۍ ماڼۍ د خبريال  رحمت الله نېکزاد وژنه غندلې 

روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، ولسمشر ماڼۍ غزني ولايت کې د خبريالانو اتحادیې د مشر او اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د خبريال  رحمت الله نېکزاد وژنه غندلې او پر نوموړی بريد یې تروريستي عمل بللی دی. 
 
د ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شو‌ي دي، "د افغانستان حکومت تل د خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کوي او د خبریالانو او رسنیو ټولو کارکوونکو ملاتړ له خپلو عمده دندو څخه بولي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي."

خبرپاڼه کې افغان امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې د  رحمت الله نېکزاد وژونکي پيدا او ورته سزا ورکړي. ولسمشر غني د  رحمت الله نېکزاد کورنۍ ته تسليت وړاندې کړی دی.